Language

پکتيکا کې  ١٥٠ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

ښرنه (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٧) : د پکتيکا والي وايي چې په روان کال کې به د ولسي تړون پروګرام له مخې ددغه ولايت ١٥٠ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شي.

والي الياس وحدت دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢مه، د پوهنې بهیر د لا پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ځانګړې ناسته کې وکړې.

هغه زياته کړه، د پکتیکا ولایت په بېلا بېلو سیمو کې به د دغه ولایت کلیو، پراختیا او بیا رغونې ریاست د ولسي تړون امریت په چوکاټ کې به شاوخوا یوسل او پنځوس ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

وحدت وايي، دیادو ښوونځیو په جوړېدو سره به په پکتیکا کې د پوهنې بهیر نور هم ګړندی شي.
 د هغه په وينا، په پکتیکا کې يې د ماموریت پر مهال د پوهنې بهیر اړوند ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته وخت په وخت رسیده ګي شوې  او ډېرې ستونزې يې هوارې شوې دي.

 وحدت له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان زده کړو ته وهڅوي او د پوهنې اړوند خنډونه له منځه يوسي .

د ولسي ملاتړ دپروګرام مشر شفيق شپون هم وويل چې دوی به روان کال په دغه ولايت کې د ۱۵۹  ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

د پکتيکا ولايت دپوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد پژواک وويل چې ديادو   ښوونځيو په جوړېدو سره به ډېری زده کوونکي دزده کړو لپاره مناسب ځای پيدا کړي او ښوونيز بهېر به يې ګړندی شي.

د هغه په وينا، په دويم پړاو کې به پاتې نورو ته ودانۍ جوړې شي.

واجد وايي، اوس مهال په پکتیکا کې دټولو علمي مرکزونو شمېر۳۹۵ دی او ددې ښوونځيو په جوړېدو سره به ۳۲۰ ښوونځېو ته ودانۍ جوړې شوي وې او يواځې ۷۵ ښوونځي به وې چې ودانۍ ونه لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.