Language

د پکتيکا د نهو ولسواليو اوسېدونکو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

ښرنه (پژواک،٣چنګاښ٩٧): د پکتيکا د نهو ولسواليو اوسېدونکو د يو سوله ييز لاريون په ترڅ کې له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه چې ترڅو د سولې مذاکراتو لپاره لار هواره شي.

د پکتيکا د نهو ولسواليو سلګونه قومي مشران، ديني عالمان، ځوانان او اوسېدونکي نن د چنګاښ په درېيمه د اورګون ولسوالۍ په مرکز کې را ټول شوي وو او سوله ييز لاريون يې وکړ.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه ديني عالم مولوي سيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې روانې جګړې خلک له سياسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه: (( په هر قيمت چې کېږي، بايد سوله وشي، ځکه قرباني افغانان ورکوي او ګټې يې نور خلک تر لاسه کوي.))

د لاريون بل غړي سپين ږيري غلام شاه پژواک ته وويل: (( موږ د نهو ولسواليو اوسېدونکي نن په اورګون کې را ټول شوي يوو او له طالبانو غواړو چې اوربند وکړي او د سولې لپاره زمينه برابره کړي.))

نوموړي وويل چې افغانان نور له جګړو ستړي شوي او ټول د سولې غوښتونکي دي.

همدارنګه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي وکيل عزيز پژواک ته وويل چې دغه لاريون کوونکي د طالبانو مرکزونو ته هم ورځي او له هغوى سره د سولې په تړاو خبرې کوي.

هغه زياته کړه: (( جنګ بدبختي ده، جنګ فقر راوړي، جنګ ولس له منځه وړي او دا مهال افغانان له دې ټولو ستونزو سره مخ دي.))

دغه راز د مدنې ټولنې غړي يعقوب خان منظور وويل چې حکومت، طالبان او عام افغانان ټول سوله غواړي، خو يوه ولسي حرکت ته اړتيا ده.

منظور وايي: (( د نهو ولسواليو دغه اوسېدونکي سبا مرکز ښرنې ته ځي او له هغه وروسته به د لويې پکتيا په کچه يو ولسي حرکت پيل شي، د طالبانو مرکزونو ته به ورشي او د حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې لپاره د خبرو کولو زمينه برابره کړي.))

د يادونې ده چې يادو لاريون کوونکو يو سل کسيزه کمېټه هم وټاکله چې مرکز ښرنې ته په رسېدو به يې شمېر دوه سوه تنو ته ورسېږي چې بيا به د پکتيا پر لور حرکت وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.