کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٧) : په حکومت کې د محقق د برخې وزير محمد همايون رسا استعفا ورکړې ده.
د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله د چنګاښ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې همايون رسا پرون استعفا ورکړې، خو ترا وسه معلومه نه ده چې د ولسمشر له خوا منظوره شوې او که نه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې نوموړى به په نږدې راتلونکي کې په کوم هېواد کې د سفير په توګه معرفي شي.
همايون رسا چې د اجراييه رياست ددويم مرستيال محمد محقق له برخې څخه د وزير په توګه معرفي شوى و، د ١٣٩٤ لمريز کال د وري په ٢٩مه له ولسي جرګې څخه د ١٧٠ رايو په ترلاسه کولو د سوداګرۍ او صنايعو د وزير په توګه ټاکل شوى و.
تر دې مخکې د اوبو او انرژۍ وزير عثماني هم له دندې څخه د ولسمشر له خوا لرې کړى شوى او نن د اجراييه رياست د سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.
د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت مرستيال سيد احمد شاه سادات هم پرون له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
login or register a new account.