ژبه

د جاني خېلو ولسوال ووژل شو

ښرنه (پژواک ٦ چنګاښ ٩٧): د پکتيکا ولايت د جاني خېلو ولسوال د وسله والو طالبانو له لوري د خپل کور مخکې په ډزو وژل شوى.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ ولسوال محمد نعيم، نن مازيګر پنځه بجې د خپل کور مخکې د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د جاني خېلو يوه اوسيدونکي اجمل، پژواک ته وويل چې د ولسوال کور په خيرکوټ ولسوالۍ کې و چې د وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله په لېږل شوي پيغام کې ويلي چې د جاني خېلو ولسوال محمد نعيم د دوی له خوا وژل شوی دی.

جاني خېل د پکتيکا لوېديځ ته پرته ولسوالۍ ده چې په دې وروستيو کې يې امنيت ګډوډ شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع