ژبه

اروزګان کې دافغان سرتیري په ډزو درېیو امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۷): په اروزګان ولایت کې د یوه افغان سرتیري په ډزو یو امریکایي سرتیری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې دناټو دغوڅ ملاتړ ماموریت لخوا دچنګاښ په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پيښه نن د افغانستان په سویل کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په یوه ممکنه داخلي برید کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي، چې د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پيښې د څرنګوالي په اړه پلتنې پیل شوي دي.

که څه هم د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د پيښې کره ځای نه دی په ډاګه کړی، خو په ارزوګان ولایت کې ځایي سرچینو ویلي، چې دا پيښه نن ددغه ولایت په هوایي ډګر کې رامنځته شوې ده.

بلخوا د طالبانو ویاند هم ويلي، چې یو افغان سرتیري د ترینکوټ په هوایي ډګر کې ډزې کړې، څلور امریکایي سرتیري یې وژلي او یو شمیر نور يې ټپیان کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع