Language

د کندوز ښار اوسېدونکي د شپې له مخې نا امنیو اندېښمن کړي

کندوز ښار (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): د کندوز ښار اوسېدونکي وايي چې د شپې له مخې د پوليسو د ګزمو او چک پاينټونه د نه شتون له امله د نا امنۍ کچه لوړه شوې چې له امله يې خلک اندېښمن دي.

خو بل لور ته امنيتي مسوولين وايي چې د شپې له مخې دوى ګزمه کوي او کلک امنيتي تدابير يې نيولي دي.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي نويد احمد د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې له نهو بجو وروسته د پوليسو ګزمې او چک پاينټونه په ښار کې نه ليدل کېږي.

هغه وايي: ((د شپې له مخې پوليس په ښار کې نه وي، دغه کار خلکو ته ډېره انديښنه پيدا کړې ده، که دې برخې توجه وشي ډېره به ښه وي.))

دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکي ابراهيم هم پژواک ته وويل چې د شپې له مخې په ښار او نورو سيمو کې پوليس نه ليدل کېږي.

ده زياته کړه: ((په ښار کې پوليس نشته، خلک له وېرې راوتلى نه شي که چېرې را ووځي نو غله ترې هر څه اخلي او که زور ورسره وکړې، نو بيا په چاقو او نورو شيانو دې وهي.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه خپله تر اوسه له غلو سره نه يم مخ شوی خو اورېدلي مي دي چې غلو تر اوسه څو تنه لوټ کړي دي.))

د کندوز يو شمېر نورو خلکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې د کندوز ښار د چوک له سيمې پرته په نورو سيمو کې د شپې له مخې د پوليسو ګزمې او چک پاينټونه نه ليدل کېږي.

ده وويل: ((زه نن شپه له خبريالانو سره د چوک تر سيمې راغلم، له چوک پرته په ټوله لار کې پوليس نه وو چې دا د خلکو لپاره يوه لويه اندېښنه ده.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې په ياده برخه کې د خلکو اندېښنې لرې کړي او د ښار د امنيت د ټينګښت لپاره اړين اقدامات وکړي.

خو بل لور ته د کندوز امنيتي مسوولين دغه څرګندونې ردوي.

login or register a new account.