ژبه

رحیمي: افغان حکومت به د ناټو غونډې ته خپلې لاسته راوړنې وړاندې کړي

بروکسل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۷): د افغانستان حکومت به د ناټو سرمشریزې غونډې ته په بېلابېلو برخو کې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې وړاندې کړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند ډاکتر مجیب الرحمن رحیمي د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له سرمشریزې غونډې مخکې پژواک خبري اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه سبا په بروکسل کې پیل شي چې په کې د شاوخوا ۴۲ هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران ګډون کوي.

دغه راز په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون کوي او د غونډې دویمه ورځ افغانستان ته ځانګړې شوې ده.

د اجرائیه ریاست ویاند وایي چې دا د نړۍ په کچه ډېره مهمه غونډه ده او دا چې په اجنډا کې یې افغانستان ځانګړی ځای لري، دا په خپله لویه خبره ده.

هغه زیاته کړه، اټکل کېږي چې د غونډې ګډونوال به له افغانستان سره د سیاسي او پوځي دوامداره ملاتړ ژمنې تازه کړي.

رحیمي وایي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د نړیوالو پاملرنه کمه شوې وه، خو د ناټو له غونډې سره به افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو پام راجلب کړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ناټو د ژمنو تر څنګ به افغانستان له ناټو سره څه ژمنې کوي؟ د اجرائیه ریاست ویاند وویل: ((لومړی به  د افغانستان حکومت خپلې لاسته راوړنې د ناټو سرمشریزې ته وړاندې کړي او د اصلاحاتو او فساد پر ضد د مبارزې په برخو کې به هم خپلې ژمنې تازه کوي.))

هغه وایي چې د ناټو روزنې له ماموریت سره د قطر او اماراتو یو ځای کېدو سره د افغانستان د حکومت لپاره ګټور تمامېږي؛ ځکه چې عربي هېوادونه په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.

login or register a new account.