کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): ناټو وايي چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د جنرال نيکولسن خبرې ناسمې تعبیر شوې او په ډاګه کړې یې ده چې د سولې پروسه به د افغانانو په مشرۍ پر مخ وړل کېږي.
جنرال جان نیکولسن چې پرون یې د افغانستان د ملي دفاع له وزير سره يو ځاى کندهار ته سفر وکړ، ويلي دي چې د امریکا متحده ايالتونو د افغان سولې د بریا لپاره هڅه کوي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني.
خو هغه یادونه وکړه چې که طالبان د جګړې لار غوره کړي، نو دوی به یې د ځپلو لپاره د افغانستان له حکومت سره په ګډه اقدام وکړي.
خو په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت له خوا د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار کې د جنرال نيکولسن پرونۍ څرګندونې سمې نه دي اخیستل شوې.
په خبرپاڼه کې د جنرال نيکولسن له خولې راغلي: ((امريکا د افغانستان د خلکو او حکومت بديل نه شي کېدلى.))
نوموړي د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپئو هغه څرګندونې تکرار کړې چې د سولې په خبرو کې به پر نړيوالو ځواکونو بحث کېـږي او بله دا چې امريکا چمتو ده له طالبانو، افغان حکومت او افغانانو سره د دوامداره سولې لپاره همکاري وکړي.
سرچينې زياته کړې چې د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې تېره مياشت د جون په ١٦مه د افغان حکومت له خوا د اوربند تر اعلان وروسته کړې وې.
پوپمئو ويلي وو: ((ولسمشر غني هم په خپلو څرګندونو کې ټينګار کړى و چې د سولې په خبرو کې د نړيوالو ځواکونو او نړيوالو قوتونو پر رول هم بحث کېږي.))
په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت وياند امريکايي ډګروال مارټين وايي، امريکا د افغان سولې پروسې د پرمختګ لپاره له افغان حکومت سره په مشوره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي.
خو هغه په ډاګه کړې ده چې افغان سوله بيا هم د افغانانو په مشرۍ پر مخ وړل کېږي.
login or register a new account.