Language

کندوز کې اعتراض کوونکو خپل اعتراض پای ته ورساوه

تعقيبي- کندوز (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): د کندوز اعتراض کوونکو د ولايت مقام دروازه بېرته خلاصه کړه او خېمه یې هم ټوله کړې ده.

د کندوز سلګونو اوسېدونکو نن (د چنګاښ ٢٦مه) له غرمې مخکې د ولايت مقام مخې ته د يو ماشوم د تښتول کېدو په غبرګون کې خېمه ووهله او د ولایت مقام دروازه يې د مامورينو او نورو خلکو پر مخ وتړله.

دغو کسانو ويل چې درې ورځې مخکې د کندوز ښار د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې انسان تښتوونکو د ولي احمد په نوم د يوه زرګر زوى وتښتاوه او دغه اعتراض یې هم د یادې تښتونې په غبرګون کې دی.

دغه ځاى کېکاږئ

خو وروسته له غرمې شاوخوا درې بجې د دغه اعتراض کوونکو مشر ضياءالحق ضيايي پژواک ته وويل چې پر اړوند موضوع له ولايتي چارواکو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

ده وويل: ((حکومتي چارواکو له موږه دوه ورځې وخت واخيست، وايي چې په دې دوو ورځو کې ماشوم پيدا کوي او د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره هم اړينې هلې ځلې کوي نو ځکه موږ خپله خېمه بېرته ټوله او دروازه مو ورته خلاصه کړه.))

په دې اړه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې د تښتول شوي ماشوم د را خلاصولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې پېښې په تړاو پوليسو تر اوسه يو کس نيولی چې پلټنې ترې روانې دي.

د يادونې ده، په تېرو شاوخوا درېيو مياشتو کې له کندوز ښاره لږ تر لږه لس کسان تښتول شوي چې ډېرى بيا د پيسو په بدل کې بېرته خوشي دي.

login or register a new account.