ژبه

افغانستان او انګلستان د سولې پروسې پر راتلونکو پروګرامونو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۷) :  د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د انګلستان سفیر د افغانستان د سولې پروسې پر راتلونکو پروګرامونو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا ویاند او د ستراتیژیکو اړیکو رییس قادر شاه د چنګاښ په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په کابل کې د انګلیستان سفیر نیکولاس کې د افغانستاند ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره د نوموړي د کار په دفتر کې وکتل.

هغه زیاته کړه، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر پر راتلونکو برنامونو او پروګرامونو خبرې وکړې.

ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د سولې له بهیر څخه د انګلیستان د حکومت او خلکو له ملاتړ څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې انګلیستان د افغانستان ستراتیژیک ملګری او همکار دی. 

حنیف اتمر د افغان ځواکونو د روزنې په چارو کې دانګلیستان همکاري او تعهد مهم و باله.

په کابل کې د انګلیستان سفیر نیکولاس کې د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیز د پام وړ ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د انګلستان سیاسي مشرتابه د افغان حکومت د سولې له غږ څخه ملاتړ کوي.

نوموړي همدارنګه د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان هیله بخښوونکی و باله او په راتلونکي کې یې د دوه اړخیزو هوکړو په خاص ډول له اوربند څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

په دې لیدنه کې پر یو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې وشوې.

login or register a new account.

ورته موضوع