ژبه

دوستم د يکشنبې په ورځ راځي او خپله دنده پيلوي

کابل (پژواک،٣٠ چنګاښ ٩٧) : ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې جنرال دوستم سبا د يکشنبې په ورځ هېواد ته راځي او د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه به خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

دوستم شاوخوا يوکال مخکې د ايشچي تر قضيې وروسته د درملنې په موخه ترکيې ته تللى و، همالته ايسار و، بيا هغه هېواد ته د راتګ هڅه وکړه، خو الوتکې ته يې د مزار شريف په هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.

خو د ولسمشر وياند هارون چخانسوري نن د چنګاښ په ٣٠مه،په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دوستم هېڅکله تبعيد نه و، بلکې ترکيې ته ددرملنې لپاره تللى و.

ده زياته کړه، هغه اوس تر درملنې وروسته ښه شوى، سبا مازيګر به په يوه خصوصي الوتکه کې له ترکيې څخه کابل ته را ورسېږي.

نوموړي وويل،د کابل په هوايي ډګر کې د هغه د رسمي هرکلي لپاره پروګرام جوړ شوى او هېواد ته تر رسېدو وروسته به خپل دفتر ته ځي او د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه به خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

د چخانسوري د دوستم د دوسيې په اړه وويل چې هغه حقوقي موضوع ده، عدلي او قضايي ارګانونو پورې تړاو لري، دغه ارګانونه خپلواکه دي او د افغانستان له نافذه قوانينو سره سم به ورته رسيدګي کېږي.

بلخوا د ولسمشر د لومړي مرستيال ددفتر رييس عنايت بابر فرهمند هم پژواک ته ومنله چې عبدالرشيد دوستم سبا تر غرمې وروسته هېواد ته را ستنېږي.

هغه زياته کړه،د دوستم د راتګ د هرکلي لپاره چمتووالى نيول شوى او دهغه د ساتونکو ځانګړې  قطعه هم له جوزجان ولايت څخه کابل ته را رسېدلې ده.

د نوموړي په وينا، د هغې پرېکړې له امله چې د دوستم او د ارګ د استازو ترمنځ شوې، ټاکل شوې چې نظام الدين قيصاري خوشې شي، خو يوه موده به په کابل کې وي.

يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې قيصاري اوس مهال د ملي امنيت په نظارت خونه کې دى.

خو د ولسمشروياندچخانسوري پژواک اژانس ته وويل چې قيصاري خوشې کېږي نه، هغه تر پلټنو لاندې دى او وروسته به يې قضيه څارنوالۍ ته ولېږل شي.

د يادونې ده چې د قيصاري تر نيول کېدو وروسته د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې پراخه لاريونونه پيل شوي دي.

خو حکومتي سرچينې وايي چې د قيصاري ترڅنګ په فراه او اروزګان کې هم ورته زورواکي او قوماندانان نيول شوي، خو هلته خلکو هېڅ ډول غبرګون ونه ښود.