ګردېز (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): د پکتيا والي امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې نور دې وسله وال مخالفين ژوندي نه نيسي او د جګړې په ډګر کې دې يې ووژني.
دغه څرګندونې د پکتيا والي شميم خان کټوازي دغه ولايت ته د نوي امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي د پېژندنې په غونډه کې وکړې.
کټوازی وايي چې له طالبانو سره يې د سولې لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخيستی، خو دا چې هغوی نه يوازې منلې نه ده، بلکې جګړه يې لا زياته کړې، نو بايد وځپل شي.
ده وويل چې له دې مخکې ورته شکايت شوی چې وسله وال مخالفين له نيولو وروسته بېرته خوشي کېږي چې د پوليسو په روحيه هم ناوړه اغېز کوي او نور نه غواړي چې د وسله والو طالبانو دوسيه څارنوالۍ ته ولاړه شي.
کټوازی وايي: ((د والي په توګه زما هدايت درته دا دی چې د هر سرباز غچ ډبل واخلئ، خپله خاوره وساتئ، د خپلې خاورې غچ واخلئ، دښمن مطلق له مابينه يوسئ. ما ته بيا څوک کښې نه ني چې ما طالب له سلاح سره نيولی و، خو له څارنوالۍ يا قضا څخه راخلاص شو، هغه ځای ته يې مه لېږئ، خپله يې کار ور وکړئ.))
هغه وايي چې په امنيتي ادارو کې د ملي شورا د غړو لاسوهنې فساد او ستونزې زياتې کړې او له نوي امنيه قوماندان څخه يې وغوښتل چې د چا د ګومارنې په اړه د هېڅ وکيل فرمايش ونه مني.
کټوازي وويل چې په تېرو شاوخوا ۳۶ ورځو کې په پکتيا کې دوه سوه او پنځه دېرش (۲۳۵) وسله وال طالبان وژل شوي او دا لړۍ به روانه وساتل شي.
دی وايي چې د وسله والو طالبانو لپاره د سولې د خبرو دروازې خلاصې دي، خو د جګړې په ډګر کې به په پوره ځواک وځپل شي.
شميم خان زياته کړه: ((د ولايتي شورا وکيل صاحبان ناست دي، قومي مشران ناست دي، د ولسي جرګې والا نشته، هغوی ته به هم دا خبره ور ورسېږي، په مطلق ډول به د دوی واسطه نه منې، که دې د دوی واسطه ومنله، نو دا په دې معنا چې ځان دې هم خراب کړ، پوليس دې هم خراب کړ او قوماندان هم ناکام شو.))
وروسته په دې غونډه کې د پکتيا نوي امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي ژمنه وکړه چې د قانون حاکميت، امنيتي حالت ښه کېدو او د جنايي جرمونو کابو کولو او له منځه وړلو ته به کار وکړي.
مندوزي وويل چې د پکتيا د نا امنیو له وروستيو پېښو او ستونزو خبر دی او ژر به له نورو اړوند ارګانونو سره د ګډ کاري امنیتي پلان له لارې د وضعيت ښه کېدو په اړه اقدامات وکړي.
نوموړی وايي چې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ نه شتون لويه ستونزه ده او هڅه به وکړي چې د جوړېدو چارې يې پيل شي.
login or register a new account.