ښرنه(پژواک،١٠زمرى٩٧): د پکتيکا ولايت په دوه ولسواليو کې د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي دوه روغتونونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه روغتونونه يو يې په جاني خېلوولسوالۍ او بل يې هم په خيرکوټ ولسوالۍ کې د عامې روغتيا وزارت په مالي لګښت جوړ شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د زمري په لسمه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه دوه روغتونونه په دوه لرې پرتو ولسواليو کې جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه:(( په دې کلينيکونو شل ميليونه افغانۍ لګول شوې دي، په اساسي ډول جوړ شوي، له خلکو غواړو چې په ساتنه او نورو برخو کې له موږ سره همکاري وکړي.))
خو د جاني خېلو د هستي کلي يوه اوسېدونکي عبدالجلال پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ پر روغتون يوولس ميليونه افغانۍ لګول شوي، خو چارې يې په سمه توګه نه دي تر سره شوي.
هغه زياته کړه: ((پنځه کاله د دې کلينيک د ودانۍ په جوړېدو ووتل، اوس هم کله چې باران وشي د کلينيک په منځ کې پريمانه اوبه ولاړې وي، بېخي يې سم نه دى جوړ کړى.))
دغه راز د دې ولسوالۍ يوبل اوسېدونکي محمد ګل پژواک ته وويل: (( مخکې هم دلته کلينيک و خو سم ځکه نه و چې په کرايي کور کې و، کله به يو ځاى کله به يې بل ځاى کډه کوله، خو اوس ښه شو چې خپله ودانۍ يې ورته جوړه شوه او مشخص ځاى يې معلوم شو.))
بل لورته الياس وحدت دا هم وويل چې په خيرکوټ ولسوالۍ کې د ماشومانو يو مجهز روزنتون د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دې روزنتون به شپږ ميليونه افغانۍ ولګول شي او چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن