Language

پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان ټپي شوی، مېرمن او لور یې وژل شوې

پکتيکا (پژواک، ۱۲ زمری ۹۷): سیمه ییز مسوولین وايي، ناپېژاندو وسله والو د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د دغه ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پر قوماندان بريد کړی چې په پايله کې د هغه مېرمن او لور وژل شوې، خپله قوماندان، يو زوی او يوه لور یې ټپيان شوي دي.

د يوسف خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم ساتنمن بازخان د زمري په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان نیاز له خپلې کورنۍ سره له مرکز ښرنې یوسف خېلو ولسوالۍ ته پر لاره و چې د کوټوالو او ګلاوالو کلیو په ساحه کې د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغی.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې د یاد قوماندان مېرمن او یوه لس کلنه لور یې وژل شوې، په خپله قوماندان، درې کلن زوی او یوه لور یې ټپیان شوي دي.

د يوسف خېلو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام الرحمن پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون (پنجشنبه) ناوخته د مرکز ښرنې اړوند د کوټوالو په سيمه کې د يوسف خېلو ولسوالۍ د سیمه ییزو پوليسو پر قوماندان بريد وکړ.

دی هم په دغه برید کې د قوماندان نياز د مېرمن او يوې لور وژل کېدل، خپله د قوماندان، د هغه د زوی او یوې لور ټپي کېدل تاییدوي.

د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکي عتيق الله پژواک ته وويل چې دغه برِيد د مرکز ښرني د امنيې قومامندانۍ په ۳ کيلومترۍ کې شوی او وسله وال طالبان له بريد وروسته په ډاډه زړه له سیمې تللي دي.

نوموړي په ښرنه کې پر وروستیو نا امنیو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې امنیتي ارګانونه پر غورۍ تورن کړل.

طالبان د دې پېښې مسوولیت نه اخلي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه برید د دوی کار نه دی او وايي چې ښايي د کومې شخصي دښمنۍ له امله وي.

د يادونې ده، تېره ورځ هم د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.