کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩٧): ولسمشر غني وايي، د سیمه ییزو ادارو ټول بستونه ازموینې او رقابت ته ځي او باید تعادل راشي، ځکه حکومت د ټولو افغانانو هنداره ده.
نوموړي دغه خبرې نن ماښام د کاپیسا د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو مشرانو سره په کتنه کې د دې ولايت د ولايت په مقام کې کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه ولسمشر وویل: "زما اراده د افغانستان خلکو ته خدمت دی او د افغانستان هر ولایت ته به سفر وکړم، تر څو واضح او مشخصه طرحه ولرو."
د هغه په وينا، د کاپیسا د امنیت او انکشاف د تامین اقدام کېږي او خلک باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې کتنه کې غلام غوث ابوبکر، حبیب افغان او مولوي نوراغا د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د برېښنا رسولو شبکو د ایجاد، د ناامنه ولسوالیو د امنیت د تامین، سولې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د زیاتې همغږۍ، بیارغونې ته د پاملرنې، د راستنېدونکو د ځاى پرځای کېدو، امنیتي سکتور کې د عدالت، د کدرونو د تقرر او د انکشافي پروژو د تطبیق په برخه کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه هم مطرح کړل.
له بلې خوا ولسمشر د کاپیسا له علماوو سره په کتنه کې ويلي چې د هېواد په مهمو مسایلو کې د علماو رول ارزښتناک دی.
له ارګ څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني کاپیسا ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن مازدیګر د دغه ولایت له علماوو سره وکتل.
سرچينه کاږي، د کاپیسا د علماوو په استازیتوب د دې ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي میرویس کریمي د فساد، غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د ولسمشر د دریځ قدرداني وکړه او د بودجې د نشتوالي، د علماوو د قاتلینو د عدلي تعقیب، مدرسو لپاره د معیاري نصاب، د تالیف او کتابونو د چاپ او د دارالعلومونو د زیاتوالي په اړه یې خپلې ستونزې او وړانديزونه له اشرف غني سره شریک کړل.
محمد اشرف غني د یادو علماو د ستونزو او وړانديزونو له اورېدو وروسته د سولې او اوربند په اړه د دوی د متفقې فتوا مننه وکړه او زیاته یې کړه: "کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کوم چې د علماوو د قاتلینو موضوع په جدي ډول تعقیب کړي."
ده وویل، د افغانستان د دیني مدرسو د معیاري نصاب د جوړولو لپاره به کار وشي او دا مهال د هېواد مدرسو ته د شپږ زره قرآن شریفونو د وېشلو لړۍ دوام لري.
نوموړي ټاکنیزو مسایلو ، سولې پروسې او اوربند ته په اشارې وویل، د هېواد په مهمو مسایلو کې د علماوو رول ارزښتناک دی او د علماوو متفقه فتوا د د دې لامل وګرځېده چې اوربند په بریالي ډول عملي وشي.
login or register a new account.