ژبه

د ملي منيت سلاکار حنيف اتمر استعفا ورکړه

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٧) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه او پر ځاى يې په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب ټاکل شوى دى.

د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند قادر شاه د وږي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته ومنله چې حنيف اتمر خپله استعفاپاڼه ولسمشر اشرف غني ته لېږلې ده.

پژواک د حنيف اتمر استعفاليک ترلاسه کړى، چې پرې د ١٣٩٧ لمريز کال د وږي ٢مه نېټه ليکل شوې ده.
 د ولسمشرۍ د عالي مقام په نامه په دې استعفاليک کې راغلي دي: ((له قانون سره سم له خپلې دندې استعفا ورکوم.))

هغه په دې ليک کې له ولسمشر څخه چې پر ده يې باور کړى و، مننه کړې او ويلي چې په هېواد کې د  سولې، ثبات، ملي يووالي، امنيت، سولې، سياسي مديريت، ټاکنو، ښې حکومتولۍ، سيمه ييزو او نړيوالو اړيکو په اړه په دې وروستيو کې د حکومت له رهبرۍ سره يې اختلافات درلودل، ځکه نو نه يې شو کولى خپلې دندې ته ادامه ورکړي او استعفا ورکوي.

هغه له ولسمشر څخه غوښتي دي چې د ده استعفا ومني .

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري بيا وايي چې حنيف اتمر نن خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه او ولسمشر هم ومنله.

ده زياته کړه، د اتمر پره ځاى په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب د افغانستان د ملي امنيت شورا نوى سلاکار ټاکل شوى دى.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، چې د وروستيو امنیتي تشو له امله او د ولسمشر د قاطعيت د ثبات لپاره او د هغو ګنګوسو پر بنسټ چې ويل کېدل ولسمشر غني د يوې خاصې حلقې له خوا محاصره شوی دی، نو د دغې حلقې د له منځه وړلو په خاطر په ځانګړي ډول په غزني او کابل ښارونو کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار، دفاع وزیر، د ملي امنیت رييس او د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې له کوم قيد او شرطه پرته خپلې استعفاګانې ورکړي.

login or register a new account.