ژبه

محب: د غزني د امنيت په اړه به ډېر ژر ځانګړې ناسته جوړه شي

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٧): د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ملي امنيت له سلاکار سره د دغه ولايت د امنيت په اړه خپلې اندېښنې او ستونزې شريکې کړې.

د ملي امنيت شورا وياند قادرشاه د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب نن د غزني ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره ولیدل او له هغوی یې د یاد ولایت د وروستي حالت په اړه معلومات واخیستل.

سرچينې زياته کړې، د ناستې په سر کې د غزني ولایت پخواني والي کریم متین وویل چې د عام ولس په منځ کې له حکومته هیلې او توقعات زیات دي، خو د ولس لومړۍ غوښتنه د امنیت تامین او د دوی خوندیتوب دی.

هغه زياته کړه، د غزني ولایت قومي مشران، ځوانان او ټول عام ولس له نظامه ملاتړ کوي له دې امله یې په داسې یوه جامع طرحه کار پیل کړی چې د غزني او نورو ورڅېرمه ولایتونو د امنیت د تامین او ثبات په ټينګښت کې به اساسي مرسته وکړي.

متین وویل، د دقیقو معلوماتو له مخې، د سیمې استخبارات د غزني ولایت په نا امن کولو کې لاس لري.

د دې تر څنګ د ناستې ګډونوالو د غزني ولایت هغه سیمې او جغرافیوي موقعیتونه تشریح کړل، چېرته چې د حکومت وسله وال مخالفین شتون لري او د عام ولس د ځورونې باعث شوي دي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د غزني ولایت له اوسېدونکو مننه وکړه چې د غزني ولایت د امنیت د ټینګښت په موخه یې رغنده نظرونه شریک کړل.

نوموړي زياته کړه، هغه مهال چې له هېواده بهر په ماموریت بوخت و، د هېواد د ټولو برخو په ځانکړي توګه د غزني ولایت وروستی حالت یې په دقیقه توګه څارلی او په یاد ولایت کې یې د وروستیو پېښو له امله خپل تاثرات د غزني ولایت له اوسېدونکو سره شریک کړل.

محب وویل چې د افغانستان خلکو تل له خپلې خاورې دفاع کړې او په دې لاره کي یي بي شمېره قربانۍ د تاریخ برخه ده.

نوموړي د غزني ولایت له اوسېدونکي سره ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د غزني ولایت د امنیتي حالت د څېړنې په موخه ځانګړې ناسته را را وبولي او حل لارې به د افغان حکومت رهبرۍ او د ملي امنیت شورا له غړو سره شریکې کړي.

login or register a new account.