کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته روانه شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا «کافا» د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ کلنو کمعمره اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره د تاجیکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته روانه شوې ده.
دغه سیالۍ د تاجیکستان په کوربهتوب د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلې په کې ګډون لري.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د مې په ۱۲مه له ترکمنستان سره ترسره کړي.
دغه راز افغانستان به خپله دویمه لوبه د مې په ۱۳مه له اوزبېکستان، درېیمه د مې په ۱۵مه له تاجیکستان او څلورمه لوبه د مې په ۱۷مه له قرغزستان سره ترسره کړي.