کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٧): د ملي دفاع و زارت وايي چې د طالبانو او نورو ترهګرو د ځپلو په موخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په يرغليزو عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند سید غفور احمد جاوېد چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل، دغه عملیات چې د کورنیو او نړیوالو هوایي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېږي، موخه یې د هېواد د دښمنانو ځپل او د رایو ورکوونکو د امنیت خوندیتوب دی.
هغه زياته کړه، يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په ښارونو کې پر خلکو د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره د سولې او ټاکنو پروسو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
خو غفور ټینګار وکړ چې د ملي اردو ځواکونه به دښمنانو ته اجازه ور نه کړي، د ډیموکراتیکې پروسې او خلکو پر وړاندې خپلو کړنو ته دوام ورکړي.
نوموړي وويل، په تېرو درېيو ورځو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې د ۲۹۴ طالبانو وژل کېدل او د ۱۰۹ نورو ټپي کېدل د یادو عملیاتو د زیاتېدو او چټکتیا یوه ښکاره بېلګله ده.
د ملي دفاع وزارت زیاته کړه: "ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیت د ټینګښت، له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه ساتنې ته تیار او په دې لاره کې به له هېڅ راز سرښندنې ډډه ونه کړي."
غفور احمد جاوېد وايي: "روانه جګړه د افغانستان پر وړاندې جګړه ده، د کابل او ننګرهار وروستي ترهګریز بریدونه يې ښکاره بېلګې دي، هغوی زموږ خلک په شهادت رسوي او موږ به د خپلو بې ګناه شیهدانو بدل اخلو. "
د نوموړي په وينا، په ښارونو کې د طالبانو د بریدونو موخه یوازې د رسنیو پام ځان ته اړول دي، هغوی هېڅکله هم سیمې نه شي نیولی.
login or register a new account.