ښرنه (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د پکتيکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د وړممۍ ولسوالۍ په سيدخېلو سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
همدارنګه د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، وژل شوو کې څلور ماشومان، يوه ښځه او يو سړى شامل دي.
نوموړي زياتوي چې په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکزونو د نه شتون له امله ټپيان تر اوسه په کور کې پراته دي.
دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا پخواني غړي عبدالغني پکتين پژواک ته وويل چې تېره شپه وړممۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د پکتين د معلوماتو له مخې، د همدې جګړې په ترڅ کې د طالبانو له لوري د هاوان توغول شوې يوه مرمۍ د محمد عظيم پر کور لګېدلې چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP