کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني سبا د چهار شنبې په ورځ په يو ورځني رسمي سفر هندوستان ته سفر کوي.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني به د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره ځانګړې ليدنه وکړي.
هغه زياته کړه چې دغه راز ولسمشر به په همدې ورځ د هند په حيدر اباد ښار کې د هند د بنسټ (انډيا فاونډيشن) له خوا جوړې شوې غونډې ته وينا وکوي .
د چخانسوري په وينا چې ولسمشر به ددې غونډې د ګډونوالو سوالونو ته ځوابونه هم ووايي او بېرته به هېواد ته راستون شي.
د نوموړي په وينا، په دغه سفر کې به يو شمېر چارواکي هم له ولسمشر سره ملتيا وکړي.
login or register a new account.