کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧) : ولسمشراشرف غني وايي چې پخوا د کابل امنیت له ټیکه دارۍ او خپلوۍ پاللو سره مخ و، خو اوس حالت بدل شوی د واسطه بازۍ، بې کفایتۍ او بې ظرفیته خلکو شتون په کې ختميږي.
له ارګ څخه د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د کابل د غربي څنډې له ګڼ شمېر متنفذینو، علماوو او ځوانانو سره د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې د علماوو په استازیتوب ډاکټر محمد اصف حکمت او د ځوانانو په استازیتوب قوت علي فکرت خبرې وکړې او د محرم او د حضرت حسین رض او د هغه د یارانو د شهادت د تسلیت ویلو تر څنګ يې د امنیت، بېکارۍ، بوختیا، بېوزلۍ، روغتیا او د خلکو د ټولنیز حالت د بهبود په برخو کې د خلکو ستونزې بیان کړې.
ویناوالو په امنیتي حوزو کې د اصلاحاتو او تشکیل د زیاتېدو، د ۱۸او ۱۳حوزو د ودانۍ جوړولو، د کابل غربي څنډه تر استخباراتي پوښښ لاندې نیولو، د ځانګړي ولسي قطعې د ایجاد، د امنیتي چک پاینټونو زیاتولو، د ولسي کمېټې جوړولو، د امبولانس او اطفايې تخصیصولو او د ښاري ماسټر پلان په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.
هغوی وویل، دښمن په خپلو شومو پلانونو، د وېرې فضا په ایجاد او تروریستي بریدونو سره غواړي د افغانستان د خلکو ترمنځ قومي او مذهبي تفرقې ته لمن ووهي، نو په کار ده چې حکومت او خلک د امنیت د ښه والي په خاطر په ګډه کار وکړي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې راغليو کسانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د محرم او د حضرت حسین رض او د هغه د یارانو د شهادت په خاطر د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه: حضرت حسین رض د ظلم پر وړاندې د عدالت کرښه راکاږله.
هغه زياته کړه، د افغانستان د خلکو ترمنځ همپالنه او یووالی بې ساري دى، د هزاره ګانو او شیعه ګانو په نښه کول د منلو نه دي او باید د تروریستانو د دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل پر وړاندې هر اړخیز ګامونه پورته شي.
ولسمشر وايي : ((له همدې امله دغه هدف ته د رسېدو په خاطر جدي اراده او تصمیم لرو، ځکه خو د کابل په امنیتي برخه کې بدلونونه راغلي دي. جمهوررئیس امنیتي ځواکونو سره د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ددغې همکارۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. ))
غني وویل، د کابل امنیت له ټیکه دارۍ او خپلوۍ پاللو سره مخ و، خو اوس حالت بدل شوی دی او باید واسطه بازي، بې کفایتي او د ناکاره او بې ظرفیته خلکو حضور په کې ختم شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو په کړنو څارنه وکړي، د هرې حوزې امر یا امنیتي شخص چې کفایت ونه لري باید په نښه شي او په دې برخه کې یې د خلکو هر اړخیزه همکاري وغوښته.
ولسمشر د کابل امنیه قوماندان ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي حوزو د اصلاح لپاره ګامونه پورته کړي، په شرایطو برابر خلک تشخیص او په دغو برخو کې وګوماري. همدارنګه یې هغه ته لارښوونه وکړه چې د ۱۳ او ۱۸حوزو د ودانیو وړاندیز ترتیب او د دولت د بنايي څانګه دې د جوړولو اقدام وکړي.
هغه د ملي امنیت عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې د کابل د غربي څنډې د استخباراتي پوښښ په برخه کې دې د خلکو په ګډون د ګذر وکیلانو، متنفذینو او کسبګرو سره یوې نتیجې ته ورسېږي. همدارنګه یې لارښوونه وکړه چې د کابل غربي څنډې ته دې ۱۰عرادې امبولانسونه او د اړتیا وړ اطفایه ورکول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن