کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د ايران په اهواز ښار کې پر يوه پوځي رسم ګذشت باندې وسله وال بريد شوى چې په کې ٢٤ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ايران د سپاه پاسداران ځواک وياند د وږي په ٣١مه رسنيو ته ويلي چې نن سهار د اهواز په ښار کې د پوځي رسم ګذشت مراسم ترسره کېدل چې ناڅاپه وسله والو کسانو پرې بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د يو شمېر پوځيانو په ګډون ٢٤ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
ايراني رسنيو خبر ورکړى چې دغه پوځي رسم ګذشت د عراق او ايران د جګړې د کاليزې په مناسبت ترسره کېده.
د عراق او ا يران ترمنځ له ١٩٨٠ زېږديز کال څخه تر ١٩٨٨ کاله پورې جګړه وه.
ايراني رسنيو ويلي چې بريدګر له بريد وروسته تښتېدلي او په لاره کې يې څو ځايه له دولتي ځواکونو سره نښتې شوې دي.
د ايران دولتي رسنۍ (ايرنا) خبر ورکړى چې په دې نښتو کې درې بريدګر هم وژل شوي دي.
د ايران حکومت تور پورې کړى چې له وسله والو سره د سعودي او مصر حکومتونو مرسته کړې ده، خو يادو هېوادونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ايران د اهواز ښار ډېرى اوسېدونکي سني عربان دي او له حکومت سره اختلافونه لري.
login or register a new account.