ژبه

امريکا: خليلزاد به د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې دهڅو مشري کوي

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې د افغان سولې په اړه د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خليلزاد ټاکل کېدل، افغان سولې ته د امريکا له خوا لومړيتوب ورکول دي.

زلمى خليلزاد چې په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير پاتې شوى، په دې وروستيو کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى  ټاکل شوی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون د خليلزاد د مقررۍ رسمي مکتوب لاسليک کړى دى.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د خليلزاد ټاکنه د دې ښکارندويه ده چې د افغانستان سوله د امريکا په لومړيتوبونو کې ده.

پومپيو زياته کړې چې زلمى خليلزاد به په افغان سوله کې د امريکا د سولې هڅې پر مخ بيايي او په دې اړه کېدونکو غونډو او ناستو کې به ګډون کوي.

د هغه په وينا، د دغه کار لپاره تر خليلزاد بل ښه کانديد نه و؛ ځکه چې هغه په افغانستان کې زېږېدلى او په دغه هېواد کې کافي کاري تجربه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، ډاډه دى چې د زلمي خليلزاد په هڅو سره به د افغانستان د سولې ماموريت په بریالیتوب پاى ته ورسېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع