کابل (پژواک، ٤ تله ٩٧): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره (يوناما) وايي چې د ميدان وردګو ولايت په هوايي بريد کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه هوايي بريد د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک له خوا درې ورځې مخکې د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د ملا حافظ په کلي کې شوى و.
د ملي دفاع وزارت ويلي وو چې هلته يې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان بريد کړى، د ملي اردو اته سرتېري يې له بنده ازاد کړي او يو شمېر وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د سيمې اوسېدونکو ويلي وو چې په دغه بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ ملکي وګړي وژل شوي دي.
يوناما ويلي، له لومړنيو پلټنو معلومه شوې ده چې په يادو عملياتو کې ١٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دې پېښې ډېرى قربانيان ښځې او ماشومان د يوې کورنۍ غړي وو.
يوناما ويلي چې په دې وروستيو کې د هوايي بريدونو پر مهال د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې او دوى په دې اړه ارزونه پيل کړې ده.
سرچينې زياته کړې: ((موږ دا ارزونه او پلتڼه هم کوو چې دا ملکي مرګ ژوبله د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا اوښتې ده.))
د يوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو خونديتوب د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا منظوره شوې، يوناما په دې اړه خپلو بې پلوه پلټنو ته ادامه ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (يوناما) په يوه جلا خبرپاڼه کې په روان کال کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
سرچينې زياته کړې، د سپټمبر په ٢٢مه يوناما ګڼ شمېر راپورونه ترلاسه کړل چې هوایي برید د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په بډرب سیمه کې د یوه ښوونکي کور ته زيان او مرګ ژوبله اړولې ده.
يوناما په شخړه کې ښکېلو خواوو ته یادونه کړې چې ملکي وګړي له زیانه وژغوري او ټینګار کوي چې د شخړې ټول اړخونه باید د ملکي وګړو د ساتنې په خاطر د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له لوري راجع مسوولیتونو ته په پام ممکن اغېزمن ګامونه واخلي.
login or register a new account.