کابل (پژواک، ٥ تله ٩٧) : د ملي ثبات ټولنې مشر ضياء الحق امر خېل په ولسي او سياسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ټاکل شوى دى.
د چارو ادارې له خوا د تلې په ٤مه، د شپې ناوخته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه د ولسمشر يو حکم خپور شوى دى.
د ولسمشر په دې حکم کې راغلى چې د اساسي قانون د ٦٤مې مادې ديارلسمې فقرې له مخې په ولسي او سياسي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه د ضياء الحق امر خېل مقرري منظوره شوې ده.
امرخېل تر دې مخکې دټاکنو د خپلواک کمېسيون ددارالانشاء رييس و، خو تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته پر هغه ددرغليو تورونه ولګول شول.
هغه بيا د ملي ثبات ټولنې په نامه ټولنيز او سياسي فعاليتونه پيل کړل او د ولسي جرګې ټاکنو ته يې له کابل څخه ځان کانديد کړ.
خو د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون له خوا د هغه نوم له وروستي نوملړ څخه وايستل شو.
login or register a new account.