ژبه

ډاکټر عبدالله سبا اندونيزيا ته ځي

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٧): د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په يوه رسمي سفر د سې شنبې په ورځ اندونيزيا ته ځي.

د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټر عبدالله د اندونيزيا د حکومت په رسمي بلنه جاکارتا ته روان دی.

يادې سرچينې وويل چې عبدالله به په دغه سفر کې د اندونيزيا له ولسمشر جوکو وديدو، لومړي وزير او نورو چارواکو سره ګوري.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنو کې به د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا، د افغان سولې پروسې او ځينو نورو موضوعاتو خبرې وشي.

بلخوا د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت هم د دغه سفر پخلى کړى دى.

د يادونې ده، په دغه وروستيو کې د اندونزيا او افغانستان اړيکې پياوړې شوې دې، په تېر ژمي کې د اندنيزيا ولسمشر جوکو وديدو کابل ته سفر کړى و.

تر هغې څو مياشتې وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر کريم خليلي په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى دغه هېواد ته سفر وکړ.

دغه راز د افغانستان د سولې پروسې سره د همکارۍ  په موخه د افغانستان، پاکستان او اوندونيزا د علماوو ګډ کنفرانس هم په جاکارتا کې جوړ شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع