کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د تېرې یوې اونۍ په جریان کې په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې نهه زره راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د تېرې یوې اونۍ په جریان کې ٩٣٥٢ راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.
هغه لیکلي، ننګرهار کې ٣٢٧٠ کورنیو ته، لغمان کې ۱۲۶۰ کورنیو ته، زابل کې ۹۶۰ کورنیو ته، فراه کې ۵۲۷ کورنیو ته، بامیانو کې ۶۶ کورنیو ته، سرپل کې ۴۹۵ کورنیو ته، سمنګان کې ۵۵۰ کورنیو ته، بلخ کې ۹۳۴ کورنیو ته، جوزجان کې ۶۰۰ کورنیو ته، کندوز کې ۳۰۰ کورنیو ته او غزني کې ۴۰۰ کورنيو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي.
فطرت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په مجموعي ډول ١٨٩٠٤ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو نومرې وېشل شوې دي او دا لړۍ په چټکۍ جریان لري.