ژبه

ولسمشر غني : د ښارواليو په اړه مې سل طرحې غوښتي

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٧) : ولسمشر اشرف غنی ناوړه او ناقصه دولتداري د هېواد د وروسته پاتې والي مهم لامل وباله او زياته يې کړه چې د ښاروالیو په اړه يې سل طرحې ددې لپاره غوښتي څو د هغوی په لیدلوري پوه شي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د ښاروالانو د درېیم ملي کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

په دغو مراسمو کې چې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم حضور درلود، جمهور ريیس له ښاروالانو څخه له دې امله چې خلکو ته د خدمت په خاطر يې دده باور ترلاسه کړی دی، مننه وکړه.

ولسمشر د ښار او ښاریتوب د موضوع اهمیت ته په اشارې زیاته کړه "زموږ ښارونه له ناوړه ستراتېژۍ څخه اغېزمن شوي او باید اعتراف وکړو چې ناوړه حکومتولي،په ښاروالیوکې لنډمهاله او ناقصې پروژو، په ښار او ښاریتوب کې ستونزې رامنځته کړې دي."

هغه وويل، ډېری د ځمکو د غصب خبره کوي، خو د ځمکو د غصب مهم دلیل یې یوازې غاصب نه دی، بلکې هغه تشه ده چې د قانون په نشتوالي کې رامنځته شوې او خصوصي سکتور یې مجبور کړی دی چې د فساد خواته لاړ شي. که سمې پالیسۍ موجودې وای، خصوصي سکتور په ښارونو کې میلیاردونه ډالره پانګونه کولی شوای.

ولسمشر غنی ناوړه او ناقصه دولتداري د هېواد د وروسته پاتې والي مهم لامل وباله او د ښاروالیو د سلو طرحو په اړه یې وویل، دا طرحې يې ځکه وغوښتې چې د هغوی په لیدلوري پوه شي، د هغو له مطالعې وروسته پوه شو، چې د ځوانانو ظرفیت او وطن ته د خدمت روحیه خورا زیاته ده.

هغه زیاته کړه، د دغو طرحو د مطالعې نتیجه داده، ښاروالان چې د ټولنې له منځ څخه راپورته شوي وو، د خپل ښار په ستونزو پوهېدل او څرګنده ژمنه او لیدلوری یې درلود.

ولسمشر وايي، د دغو طرحو په اساس يې لار نقشه جوړه کړه چې د افغانستان له شرایطو سره برابره ده، ځکه تر دې مخکې اکثریت ستراتېژۍ د افغانستان لپاره جوړې شوې وې، دا له بهره کاپي شوي و، افغاني فکر چې د افغانستان له شرایطو سره سم دی، په دغو نقشو کې عملي شوی نه دی.

هغه وویل :"زموږ حکومتداري پر ولسواکۍ ولاړه ده او د عوایدو په راټولو او د بوديجې په مصرف کې یې د ښاروالیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې ښاروالان هغه وخت بریالي کېدای شي چې له خلکو سره کار وکړي. "

ولسمشر د ښاروالیو د قانون په اړه وویل: "موږ په مقایسوي ډول د بېلابېلو هېوادونو د ښاروالیو قوانین مطالعه کړي او د هغو په اساس مو د ښاروالۍ نوی قانون جوړ کړ. "

هغه ښاروالیو په ځانګړي ډول په کابل او هرات کې ستونزو ته په اشارې څرګنده کړه: "موږ باید د نظر او عمل تر منځ تل یو تعادل رامنځته کړو او ښاروالۍ باید تل د خصوصي سکتور د پانګې جذبوونکی واوسي او په افغانستان کې د نړۍ د لومړۍ درجې ښارونو شرایط برابر کړي. "

محمداشرف غني وویل، د دولتي ځمکو تثبیتول په ټول افغانستان کې يې اساسي لومړیتوب دی. هغه زیاته کړه، دولتي املاکو څخه استفاده باید بهتره شي.

login or register a new account.