کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٧): ازبکستان او هندوستان ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.
دغه څرګندونې د ازبکستان ولسمشر شوکت مرزايوف او د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د تلې په ١٠مه په نوي ډيلي کې د يوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.
د هندوستان لومړي وزير وويل چې دواړه هېوادونه به د سيمې او افغانستان د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار او هلې ځلې کوي.
هغه زياته کړه چې هندوستان او ازبکستان د يوه خوشحاله، قوي او ډيموکرات افغانستان غوښتونکي دي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت مرزايوف هم د افغانستان د ثبات لپاره د هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې دوى په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
هندوستان ته د ازبکستان د ولسمشر تر رسمي سفر وروسته په يوه خپره شوې ګډه اعلاميه کې دواړو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
بلخوا د ازبکستان ولسمشر شوکت مرزايوف هندي رسنيو سره په يوه مرکه کې ويلي چې هېواد يې د افغانستان شخړې سياسي هوارى غواړي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان له جګړو څخه ازبکستان هم زيانمن شوى، د افغانستان شخړه نظامي حل لاره نه لري.
نوموړي له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پيل کړي.
د يادونې ده، تېره مياشت د طالبانو يوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سره يې ليدلي وو.
دغه راز څو مياشتې مخکې په ازبکستان کې د افغان سولې په اړه يو نړيوال کنفرانس هم جوړ شوى و.
login or register a new account.