ژبه

د چابهار بندر په اړه د افغانستان، ايران او هند درې اړخيزه غونډه جوړېږي

کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٧): ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د چابهار بندر په اړه د افغانستان، ايران او هند درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

د ايراني رسنيو راپورونو له مخې، دغه څرګندونې په ايران کې د هندوستان سفير سوراب کومار پرون په تهران کې کړې دي.

هغه زياته کړه چې دا غونډه به درې اوونۍ وروسته (داکتوبر په ٢٣ او ٢٤مه) په تهران کې جوړه شي چې په کې به د چابهار بندر پر پرمختګونو او ستونزو خبرې وشي.

کومار ويلي چې ايران او هند په دې غونډه کې د ګډون ډاډ ورکړى، خو دوى اوس هم د افغانستان د ځواب انتظار باسي.

د هغه په وينا، د هند د بحري سوداګرۍ وزارت او ځينو نورو مهمو ادارو استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په تهران کې د هند سفير ويلي چې ټول غړي هېوادونه بايد د چابهار د پرمختګ او د ستونزو د هواري لپاره په ګډه کار وکړي.

د چابهار بندر د ايران په سيستان بلوچستان کې موقعيت لري او د جوړولو تړون يې شاوخوا دوه نيم کاله مخکې يادو درېیو واړو هېوادونو لاسليک کړى و.

د چابهار بندر د هندوستان او ايران سلګونو ميليونه ډالرو په پانګونې جوړ شوى، خو هند له افغانستان او منځني اسيا هېوادونو سره خپلې سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي.

په دې وروستيو کې چې د امريکا له خوا پر ايران سوداګريز  بنديزونه ولګول شول؛ نو د چابهار بندر هم له ځینو ننګونو سره مخ شو.

login or register a new account.