کندوز (پژواک، ١٨ تله ٩٧): په کندوز کې د ملي امنيت ځواکونو د يوه سيمه ييز پوليس په ګډون د انسان تښتوونکو يوه اووه کسيزه ډله نيولې او يو کس يې د دوى له منګولو ژغورلى دى.
د کندوز د ملي امنيت يوې سرچينې د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې انسان تښتوونکو د عبدالقيوم په نوم يو ١٨ کلن ځوان د کندوز له ښاره علي اباد ولسوالۍ ته تښتولى و.
هغه وايي: ((انسان تښتوونکو د نجلۍ په نوم فېسبوک جوړ کړى و، دغه هلک يې دوکه کړی، بېرون له ښاره يې غوښتی او بيا يې اختطاف کړی و.))
د نوموړي په وينا، د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه د عبدالقيوم د خلاصون په موخه عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي: ((عمليات بريالي ترسره شول، عبدالقيوم مو وژغوره او اووه کسان نور ونيول وشول.))
دى زياتوي چې په نيول شوو کې د يونس په نوم يو سيمه ييز پوليس هم شامل دى چې د قضيې اصلي محرک هم همدى دى.
دغه راز خپله يونس پژواک ته وويل چې عبدالقيوم ده او ملګرو يې د علي اباد ولسوالۍ رمضاني کلي ته تښتولى و.
هغه وايي: ((ما دوه مياشتې وړاندې دنده پرېيښې ده، له يو شمېر کسانو سره يو ځاى شوم، هغوى راته وويل چې خلک تښتوو، همدا کار مو شروع کړ چې بيا مو عبدالقيوم وتښتاوه.))
د ده په وينا، د عبدالقيوم د خلاصون په موخه دوى د هغه له پلار ډاکتر عبدالجبار څخه د پنځه سوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه خو هغه يواځې پنځه سوه زره افغانۍ منلې وې.
دى وايي: ((ما خپله ورته ويلي وو چې يوه روپۍ هم کمه نه اخلو، خو بېګاه د امنيت کسان راغلل، موږ يې ونيولو.))
دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني هم د دې پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل: ((موږ په دې اړه پلټنې پيل کړې چې يونس اوس د چهاردرې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دى او کنه.))
رحماني وايي، له پلټنو وروسته به معلومه شي چې يونس يواځې دى او که نور ملګري يې هم د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې شته دي.
login or register a new account.