ژبه

خليلزاد: د سولې پروسه کې بايد ټول افغانان دخيل وي

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٧) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي  چې د سولې په پروسه کې بايد ټول افغانان دخيل وي.

نوموړي دغه څرګندونې د افغان سولې په اړه د خپل لومړي ماموريت له ترسره کولو وروسته کابل ته د بېرته ستنېدو پرمهال کړې دي.

خليلزاده تېره اوونۍ د افغان سولې په اړه په خپل لومړي ماموريت لومړى کابل، بيا اسلام اباد، سعودي او قطر ته سفرونه وکړل.

هغه په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم پر افغان سولې خبرې کړې دي.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د تلې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد نن بيا کابل ته راغى او له ولسمشر اشرف غني سره يې وليدل.

سرچينې زياته کړې، خليلزاد ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو ته  يادو هېوادونو ته د خپل سفر او ليدنو کتنو راپور وړاندې کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، خليلزاد به له سياسي مشرانو، مدني ټولنو او د ښځو له استازو سره هم وګوري او د سولې په اړه به ورسره مشورې وکړي.

خليلزاد ويلي، امريکا د يوه سوله ييز افغانستان لپاره د ټولو افغانانو هيلو ته درناوى لري او غواړي چې په دې پروسه کې ټول افغانان شامل وي.

هغه زياته کړې، د افغانستان ټول وګړي بايد د سولې او ملي پخلاينې د پروسې برخه وي.

دامريکا سفارت ويلي، خليلزاد به په کابل کې تر ليدنو کتنو وروسته بېرته واشنګټن ته ځي او د خپل حکومت مشرانو ته به معلومات ورکوي.

login or register a new account.