کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٧) : پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لخوا د طالبانو د پخواني مرستيال ملا عبدالغني برادر د خوشې کولو هرکلى کړى دى.
ملا برادر چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د پاکستان لخوا نيول شوى و، په دې وروستيو کې يې د خوشې کېدو اوازې وې، خو پرون وسله والو طالبانو په رسمي توګه د هغه دخوشې کېدو اعلان وکړ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملا برادر د خوشې کېدو هرکلى او پرې خوښي څرګنده کړې ده.
د کرزي له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې نوموړي دغه اقدام په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو مثبت او اغېزمن ګام بللى دى.
هغه زياته کړې : (( زما د حکومت په دوران کې هم د ملا عبدالغني برادر او نورو طالب مشرانو د خلاصون لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وشوې او له ملا عبدالغني برادر سره د هغه وخت د سولې عالي شورای رييس صلاح الدین رباني د ملاقات زمینه هم برابره شوې وه.))
پخواني ولسمشر ويلي، اوس چې دغه نېک اقدام ترسره شو هيله ده، چې د آزاد شويو مشرانو په ګډون د طالبانو د تحریک رهبري له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د افغانستان د ټولو خلکو د اتحاد او اتفاق او مشترک کوښښ له لارې، افغانستان ته د دایمي سولې په راوستو کې مثمر واقع شي.
ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي، په ٢٠١٠ زېږديز کال کې هغه مهال د پاکستان له خوا په کراچۍ ښار کې ونيول شو چې د دې ډلې مرستيال و.
د يادونې ده، په ١٣٩٢ لمريز کال کې هم د ملا برادر د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو چې د افغان حکومت او سولې شورا له خوا هم تاييد شوي وو، خو وروسته معلومه شوه چې خوشی شوى نه دى.
د افغانستان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې څو ځله له پاکستانه د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنې کړې، خو هغوى يې دا غوښتنه نه ده منلې.
ملا عبدالغني برادر د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د پوپلزيو په قوم پورې تړاو لري.
login or register a new account.