ژبه

تازه خبرونه
ولسمشر غني: د ملي اردو قراردادونو کې ځنډ او فساد د منلو نه دي

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې د ملي دفاع وزارت قراردادیان باید د تړونونو شرایط او موارد پر وخت پوره کړي؛ ځکه په دې برخه کې هېڅ ډول ځنډ او فساد د منلو وړ نه دی.

له ارګه د لړم په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې پرون هلمند ته د سفر پر مهال د ۲۱۵ میوند قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په ليدنو او غونډو کې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، وروسته ولسمشر غني د ۲۰۱۵ میوند قول اردو د غونډو په تالار کې د یادې قول اردو له منسوبینو او مسوولینو سره په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او وینا یې هم وکړه.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادي ترین ولسمشر او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

ولسمشر غني د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ته د هغه د ښې رهبرۍ او د دښمن د ځپلو په برخه کې د هلو ځلو د قدردانۍ له امله د شجاعت مډال ورکړ.

هغه د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولینو او منسوبینو ته د وینا پر مهال وویل: ((زه نن راغلی یم چې د ۲۰۱۵ میوند قول اردو د هر سرتېري، بریدمل، افسر او رهبرۍ مننه وکړم؛ ځکه تاسو په هلمند کې د دښمن د ځپلو او د امنیت د تامین په برخه کې د قدر وړ هڅې او مبارزه وکړه.))

ولسمشر وايي، په تېرو دوو کلونو کې په هلمند کې د دندې ترسره کول د زمري زړه، د وطنپالنې روحیه او صداقت غوښت چې تاسو دا هر څه لرل؛ ځکه تاسې د دغه وطن اتلان او صادق بچیان یاست.

هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې ټاکنو د بریالۍ ترسره کېدو له امله له تاسو ځانګړې مننه کوم؛ ځکه په دې برخه کې مو د دښمن ټول پلانونه او هڅې ناکام کړل.

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو له میندو، پلرونو، مېرمنو، اولادونو او کورنیو څخه له دې امله مننه وکړه چې بچیانو یې د هېواد د دفاع او د ولس د ساتنې لپاره له خپلو کورنیو لرې سخت شرایط وزغمل.

نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ستونزو په ځانګړي ډول هغو مواردو ته پر وخت رسېدنه وکړي چې له ولسمشر سره  یې په جلا کتنو کې شریک کړل.

هغه زیاته کړه، د دوی د امتیازاتو، ترفیعاتو، د معاشونو د ورکړې او رخصتیو ستونزه باید په  اساسي توګه حل شي.

محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه، بریدملان چې هم د دفتر او هم د سنګر خلک دي، د دوی لپاره دې د بریدملانو په نوم د شجاعت مډال جوړولو چارې له اړوندو مسوولینو سره تعقیب کړي.

login or register a new account.