کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٧) : په افغانستان کې د اسلامي پرمختيايي بانک استازى وايي چې دوى په ننګرهار کې د جوړېدونکي اسلامي پوهنتون د لېږد خبره نه ده کړې، خو د کارونو د چټکوالي غوښتنه يې کړې ده.
د مشرانو جرګې د رييس له دفتر څخه د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په خپل دفتر کې په افغانستان کې د اسلامي پرمختيايي بانک له استازي عطاء الرحمن دراني سره د جوړېدونکي اسلامي پوهنتون د ستونزې په اړه تفصيلي ناسته درلوده.
ددغه اسلامي پوهنتون د بنسټ ډبره څو کاله مخکې په ننګرهار ولايت کې ايښودل شوې، خو اوس کابينې پرېکړه کړې چې په کابل کې دې جوړه شي.
د کابينې دغې پرېکړې د ننګرهار ولايت د اوسېدونکو، مدني فعالانو او سياست والوکلک غبرګونونه راپارولي دي.
سرچينه وايي، په دې ناسته کې د اسلامي پرمختيايي بانک استازي عطاء الرحمن دراني په ډاګه کړه چې دوى هېڅکله دا نه دي ويلي چې پوهنتون دې له ننګرهار څخه ولېږدول شي.
هغه زياته کړه:((د اسلامي پرمختيايي بانک له لوري داسې موضوع نه ده مطرح شوې چې ګواکې ياد پوهنتون دې له ننګرهار څخه انتقال کړای شي، بلکې ددې سترې پروژې د عملي کېدو او د کاري پرمختګ د چټکوالي غوښتونکي شوي يو.))
ددراني په وينا، په ننګرهار ولايت کې د ياد پوهنتون د احاطې چارې يې د شاوخوا پنځه سوه زره امريکايې ډالرو په لګښت د افغان حکومت له بوديجې څخه بشپړې شوې دي.
نوموړى وايي، په ۲۰۱۲کال کې د اسلامي همکاريو سازمان په کنفرانس کې د افغانستان استازي د اسلامي پوهنتون د جوړېدو وړاندیز وکړ او ددې مهمې پروژې لپاره اسلامي پرمختیايي بانک د مالیزیا پوهنتون وګوماره چې خپله لومړنۍ سروې دې په دې اړه ترسره کړي او د افغانستان د هغه وخت حکومتي مسوولینو د لزوم دید او پرېکړې پربنسټ وپتيله چې دا پوهنتون دې د اسلامي پرمختیايي بانک په مالي ملاتړ په زرجریبه ځمکه کې د ننګرهار په ولایت کې جوړ شي.
دراني زياته کړه،په همدې تړاو د اسلامي پرمختیایي بانک تخنیکي ټیم خپلې څېړنې په ننګرهارکې پیل کړې او مصرف يې هم شاوخوا ۲۱۳ميلیونه امریکايي ډالر اټکل شو او په درې برخو کې چې لس پوهنځي، عصري کتابتون، مجهزه لیلیه،اداري تعمیر او د اړتيا وړ ټولې اسانتیاوو ته په کې شاملې دي ، ځای ورکړل شوی دى.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار ويلي، د پخواني حکومت د پرېکړې پر بنسټ تمه وه چې اسلامي نړیوال پوهنتون په ننګرهارولایت کې جوړشي چې ټولې چارې یې په کال ۱۳۹۳کې بشپړې او بنسټ ډبره یې هم په زر جریبه ځمکه کې کېښودل شوه، خو په خواشينۍ سره کابينې پرېکړه کړې چې ياد پوهنتون دې کابل کې جوړ شي.
د هغه په وينا، په دې اړه د مشرانو جرګې د لړم میاشتې د شپږمې نېټې عمومي غونډې د حکومت دا پرېکړه غیرمعقوله، غيرعملي، د متوازن انکشاف خلاف او د ننګرهاري ولسونو د احساساتو سره لوبې وبللې او ټينګار يې وکړ چې باید ژر تر ژره دې ولسمشر دا موضوع په کابینه کې مطرح، دوهمه پرېکړه دې لغوه او یاد پوهنتون دې په ټاکل شوي ځای کې جوړکړي، ترڅو د هېواد او نورو اسلامي هېوادونو محصلین ترې برخمن شي.
پرون يوې باوري دولتي سرچينې پژواک ته ويلي و، بل هېواد ته په افغانستان کې د جوړېدونکي نړيوال اسلامي پوهنتون د ملي او علمي پروژې د انتقال خبره حقيقت نه لري، خو په پلي کېدو کې يې ډېر ځنډ د افغانستان په ګټه نه ده .
login or register a new account.