کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٧) : د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلى دى.
له ارګ څخه د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو سرمنشي به نن غرمه له ولسمشر اشرف غني سره ځانګړې ليدنه ولري او بيا به دواړه يوې ګډې خبري غونډې ته وينا وکړي.
سرچينه وايي چې د ناټو سرمنشي به له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او ځينو نورو چارواکو او سياسيونو سره هم وګوري.
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي دفتر يوې سرچينې هم پژواک ته د سرمنشي راتګ تاييد کړ او ويې ويل چې هغه په دوه ورځني سفر کابل ته رارسېدلى دى.
login or register a new account.