ښرنه (پژواک، ١٦ لړم ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ګاز نیونې له امله يوه ښځه او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
د یادې کورنۍ يوه غړي نورالله د لړم په ١٦مه پژواک خپري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دوى په کور کې د ګاز نیولو له امله څو کسان مړه شوي دي.
هغه وايې: ((يوې ښځې جامې وتو کولې چې د ګاز ډبې ګاز وتلی، ټوله کوټه يې نيولې او څو تنه يې مړه کړي دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يوه ښځه او پنځه ماشومان وژل شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
دغه راز د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ورته د څلورو ماشومانو او يوې ښځې مړي ور وړل شوي دي.
د يادونې ده، شاوخوا يو کال وړاندې هم په پکتيکا کې د ورته پېښې له امله يوه ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه مړه شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP