ژبه

ننګرهار کې د خښتو بټیو اتحاديې رییس له نرخ‌پاڼې د سرغړونې له امله نيول شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې د خښتو بټیو د اتحادیې مشر له دې امله چې د احتکار کمېسیون له نرخ‌پاڼې یې سرغړونه کړې وه او پر خلکو به یې خښتې په لوړه بیه پلورلې، نیول شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي، دغه اقدام وروسته له هغه شوی چې د بيو کنټرول او احتکار مخنيوي کمېسيون مشر مولوي عبدالله ساجد او غړو يې د سره‌رود ولسوالۍ په شمشپور سيمه کې د خښتو بټيو د څارنې پر مهال له نرخنامې سرغړونه وليده.

سرچینه زیاتوي، د نرخنامې له مخې د لومړۍ درجه زرو خښتو بيه ۳۳۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده؛ خو د اتحاديې رییس او د بټيو مالکانو پر خلکو په لوړه بيه پلورلې.

خبرپاڼه کې راغلي، د کمېسيون د تازه پرېکړې له مخې، څو چې ټاکل شوې نرخنامه نه وي تطبيق شوې، هيڅوک په لوړه بيه خښتې نه شي پلورلی.

د ننګرهار ولایت مقام لیکلي، د کمېسيون د پرېکړې له مخې، د خښتو بټيو اتحاديې پر رییس به چې په مستقيم او غيرمستقيم ډول يې د نرخنامې مخالفت کړی، قانون تطبیق شي.

د يادونې ده، د خښتو بټيو وروسته له هغه خپل نرخونه لوړ کړل چې په ګڼ شمېر ښارګوټو کې زرګونه هېوادوالو ته نومرې ووېشل شوې او د دې ترڅنګ هېوادوالو ته د ابادۍ شرايط اسانه شول.