Language

پکتیکا کې طالبانو ته لېږدېدونکې ۱۷۹ میله وسلې نیول شوې دي

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧): د ملي امنيت ځواکونو د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې ١٧٩ ميله وسلې کشف او ترلاسه کړې چې د انتقال په تور یې يو کس هم نيول شوى دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو دغه وسله د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ په سپېدار سيمه کې په يوه موټره کې نیولې ده.

سرچينه وايي: ((له دغو وسلو سره نيول شوى کس عصمت الله نومېږي، دغه وسلې يې له ډيورنډ فرضي کرښې هاخوا په موټر کې د لرګيو لاندې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى کړې وې او غوښتل یې چې په غزني ولايت کې د طالبانو قوماندان بهاول مشهور په ايوبي ته انتقال کړي چې د ملي امنيت ځواکونو له لوري د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې ونيول شول.))

د خبرپاڼې په حواله، په دغو وسلو کې ١٦٨ ميله تومانچې، اووه ميله کلاشينکوفونه، څلور ميله درازنوف او  څلور زره مرمۍ شاملې دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.