ژبه

طالبان: په قطر کې مو له خليلزاد سره درې ورځې پرله پسې خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٧): وسله والو طالبانو منلې چې په قطر کې يې له امريکايي استازي زلمي خليلزاد سره درې ورځې پرله پسې خبرې کړې دي.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د لړم په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالب استازو په قطر کې له خليلزاد سره د لړم په ٢٣مه، ٢٤مه او ٢٥مه درې ورځې پرله پسې خبرې اترې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په ناسته کې د افغانستان د شخړې پر سوله ييز حل خبرې اترې شوې دي.

طالبانو ويلي چې دا خبرې اترې ابتدايي وې، پر هېڅ کومه مسئله باندې توافق نه دى شوى، خو طالبانو له خپل لوري د افغانستان د موجوده وضعيت، پر اسلامي نظام ټينګار او د مسئلې د واقعي حل په اړه رښتيني حقايق بيان کړل.

خو طالبانو هغه راپورونه او خبرونه رد کړي چې ګواکې د موقت حکومت يا ولسمشريزو ټاکنو په اړه کومې پرېکړې ته رسېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د مؤقت حکومت يا د راتلونکي ولسمشر او ټاکنو په اړه چې په رسنيو کې له حقیقته لرې کوم تبلیغات کېږي، يا د پټو کړيو او اشخاصو له خوا افواهات خپرېږي، يا ځيني شنونکي له ځانه اټکلونه کوي، هغه هېڅ حقيقت نه لري.))

طالبانو په ډاګه کړې چې یادې کړۍ او اشخاص په لوی لاس غواړي تشويش او شکوک پيدا کړي  او ډاډ يې ورکړى چې د طالبانو استازي به هېڅکله پر داسې څه توافق ونه کړي چې هغه د اسلامي اصولو، د طالبانو له تګلارې او ارمانونو سره سمون ونه لري.

د يادونې ده، خليلزاد تېره مياشت هم په قطر کې له طالب استازو سره ليدلي وو او د سولې په اړه يې ورسره خبرې کړې وي.

زلمي خليلزاد پرون په کابل کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال هيله مندي وښوده چې له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو مخکې به د سولې په اړه يوې پرېکړې ته ورسېږي.

هغه له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې له حکومتي او سياسي مشرانو سره ليدنې کتنې کړې او دا لړۍ دوام لري، څو د سولې په اړه يوه اجماع رامنځته شي.

خو ويل کېږي چې د افغانستان د سياسيونو ترمنځ د سولې په اړه اجماع نشته او دوى سره جلا جلا نظرونه لري.

ټاکل شوې ده، زلمى خليلزاد د سولې د هڅو په لړ کې ډېر ژر پاکستان او روسيې ته هم سفرونه وکړي.

login or register a new account.