کابل (پژواک، ۷لیندۍ ۹۷): د شاهین قول اردو قوماندان وایي چې د دې قول اردو څه باندې سل افسران له خپلو دندو ګوښه او پرځای يې نوي افسران وګومارل شول.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي چې نن یې په کابل کې د حکومت اطلاعاتو او رسنیو مرکز شتون درلود، وویل: ((د دې قول اردو څه باندې ۱۱۰ افسران، د ملي دفاع د ګومارنو بورډ پربنسټ، له دندو ګوښه او پرځای یې تازه دمې افسران چې د (ژمنې، مسلکیتوب، وړتیا، قومي انډول او پر فساد کې د نه ښکیلتیا) پر اصولو برابر دي، مقرر شوي دي.))
نوموړي زیاته کړه چې د ملي دفاع وزارت د ګومارنې بورډ څېړنه ښيي چې لرې کړل شوي افسران د شاهین ۲۰۹ قول اردو، کنډک، فرقې په کچه دي، د خپلو دندو په ترسره کولو کې يې اړینې وړتیاوې نه درلودې.
احمدزي هیله مندي وښوده چې د شاهین ۲۰۹ قول اردو په چوکاټ کې د نوو افسرانو ګومارنه به د هېواد شمال او شمالختیځ زون امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راولي.
login or register a new account.