کابل (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې د خيالي سرتېرو او د سرتېرو د معاشونو د غلا د مخنيوي په موخه دوى د خپلو ټولو منسوبينو معاشونه برېښنايي سيستم ته د اړولو پروسه پيل کړې ده.
د دغه وزارت وياند جاوېد غفور د لېندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له همدې امله د يو شمېر منسوبينو معاشونه ځنډېدلي وو.
خو هغه ژمنه ورکړه چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به د ټولو منسوبينو چې په سيستم کې داخل شوي او يا له سستمه بهر دي، ټول معاشونه حواله شي.
غفور وايي چې ولسمشر او د ملي دفاع وزارت له ولس سره د شفافيت رامنځته کولو ژمنه کړې وه او د دغه شفافيت عملي کېدو لپاره په دفاع وزارت کې د (اپس) په نوم يو پروګرام پيل کړى دى.
اپس، ارمي پرسونل پيمينټ سيستم يا د ځواکونو د معاشونو ورکولو سيستم ته وايي.
د ملي دفاع وزارت وياند وايي چې په دغه سيستم کې د منسوبينو له تقررۍ تر تقاعد پورې ټول مسايل رانغښتل کېږي.
ده وويل، دغه سيستم د دې لپاره رامنځته شوى، څو ټول معاشونه د برېښنايي سيستم او بانک له لارې حواله شي.
هغه زياته کړه چې له دغه کار سره د خيالي سرتېرو او د سرتېرو د معاشونو د غلا مخه نيول کېږي او په يو شفاف سيستم سره ټولو ته خپل حقوق رسېږي.
هغه زياته کړه چې تر اوسه پورې د ملي دفاع وزارت اړوند منسوبين ٨٥ سلنه په اپس پروګرام کې داخل شوي او ١٥ سلنه يې پاتې دي.
جاوېد غفور وايي، په وروستيو کې سرحدي او د عامه نظم پولیس په ملي دفاع وزارت کې مدغم شول او د دغو ځواکونه د ګڼ شمېر منسوبينو اسناد تکميل نه وو چې له (اپس) پروسې او سيستم څخه بهر پاتې شول.
د نوموړي په وينا، کوم منسوبين چې په اپس پروګرام کې داخل شوي وو، د هغوى د وږي او تلې مياشتو معاشونه حواله شوي او په کابل کې د لړم مياشت معاش هم حواله شوى.
هغه وويل، کوم منسوبين چې له دغه پروګرامه د باندې پاتې شوي، د هغوى هم د وږي او تلې معاشونه ورکړل شوي دي.
login or register a new account.