کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٧): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غور او بادغيس ولايتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسيون يو ځل بيا د تېر په څېر تېره شپه ناوخته دغه پايلې اعلان کړې.
د دغه کمېسيون مشر عبدالبديع صياد وويل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ د ولسي جرګې په ټاکنو کې له غور ولايته ډاکتر محمد ابراهيم ملک زاده د ١٨٤٤٨ رايو، عطا محمد دهقانپور د ١٠١٨١، ګل زمان نایب د ٨٩٢٢، کرام الدين رضا زاده د ٧١٦٣، فاطمې کوهستاني د ٥٣٢٢ او رقيې نايل د ٣٩٦٩ رايو په ترلاسه کولو سره تر نورو ډېرې رايې اخيستې دي.
نوموړي دغه راز وويل چې له بادغيس څخه ضياء الدین اکازي د ٤٥٧١، عبدالبصير عثماني د ٤٥٠٩، اميرشاه نائب زاده د ٤٢٢٧ او استاد فريدې بيگزاد د ١٣١٠ رايو په ترلاسه کولو سره په دغه ولايت کې تر نورو مخکې دي.
صياد زياته کړه، اشخاص، سیاسي ګوندونه او نور بنسټونه کولای شي د نوماندانو د ابتدایي نوملړ تر خپرېدو وروسته د (۲) کاري ورځو مودې په ترڅ کې د هغوی د شرایطو د نه درلودو په اړه اعتراض د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې درج کړي.
د دغو دوو ولايتونو لومړنيو پايلو له اعلانېدو سره تر اوسه د کمېسيون له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو د ٢١ ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې دي.
login or register a new account.