کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په مسکو کې له روسي چارواکو سره په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کړې دي.
زلمى خليلزاد چې د افغان سولې په هڅو کې سيمې ته په درېيم سفر راوتلى، پاکستان ته تر دوه و رځني سفر او په کابل کې ولسمشر غني سره تر لېدنې وروسته د پنجشنبې په ورځ مسکو ته تللى و.
روسي رسنيو د ليندۍ په ١٧مه خبر ورکړى چې زلمي خلیلزاد په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او دافغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل پر موضوع خبرې کړې دي.
کابلوف ويلي، مسکو په دې باور ده چې افغان ستونزه نظامي حل نه لري نو باید پر دیپلوماټیک حل یې غور وشي.
خليلزاد به له دې وروسته ترکمنستان، قطر، عربي اماراتو او بلجیم ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.