Language

لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٧): د لوګر ولايت اړوند د کابل- ګردېز پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د لېندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه  نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ولايت د مرکز پل علم اړوند د التمور په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې يو سراچه موټر له مارسډيز سره ټکر کړى چې له امله يې دواړو موټرو کې ٧ کسان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

احمدزي وويل چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته او ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د فضل الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې ټکر د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوی او لاره هم د نيم ساعت لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

په پل علم ښار کې د ملکي روغتون يوه کارکوونکي ډاکتر احمد نالان پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ورته ٧ مړي او ٧ ټپيان ور وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شته.

هغه زياتوي چې د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و، هغوى يې کابل ته ولېږدول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.