کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ ۹۷): د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې پر لومړۍ ورځ هېڅ نوماند یاد کمېسیون ته نه دی راغلی، خو ۲۲ نوماندانو په ټاکنو کې د ګډون معلوماتي بستې تر لاسه کړې دي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې بهیر به تر راتلونکو ۱۲ ورځو دوام ولري او د ولسمشرۍ نوماندان کولای شي کمېسیون ته تر راتګ وروسته نوم لیکنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل، له چهارشنبې راهیسې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ د معلوماتي بستو وېش پیل شوی او تر اوسه ۲۲ کسانو دغه بستې تر لاسه کړې دي.
د هغه په خبره، معلوماتي بستې په انلاین ډول هم تر لاسه کېدلای شي او د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو معلوماتي بستې د ټاکنو کمېسیون له وېبپانې څخه انلاین تر لاسه کړې دي.
هغه وویل، تر اوسه نورالحق علومي، انوارالحق احدي، حکیم تورسن، هدایت الله حفیظ، ایام الدین وطندوست، نور الرحمن لېوال، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر، احمد ولي مسعود او ځینو نورو دغه معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.
نوموړي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ شرایطو ته په اشاره وویل، د قانون په اساس د افغانستان تابعیت لرل، مسلماني، څلوېښت کاله عمر، د سل زره سټېکرو لرل، د بشري ضد جرمونو نه لرل، له مدني حقونو نه بې برخې کېدل او د یو میلیون افغانیو ورکول د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ شرایط دي.
د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ بهیر پیل کړی چې د کابل، پکتیا، بغلان او ننګرهار ولایتونو د ولسي جرګې پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند وویل، د روانې اونۍ تر پایه به د څلورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان شي.
د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار ولایت کې یوه اونۍ وروسته، اما په غزني ولایت کې تر اوسه نه دي ترسره شوې.
د دغه مهالوېش په اساس، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ ترسره کېږي او د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنۍ نوملړ به د روان کال د مرغومي په ۱۸ اعلان شي.
login or register a new account.