ژبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغی

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يوه رسمي سفر کابل ته را رسېدلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي د څلورو هېوادونو په سفر وتلى او لومړى سفر يې کابل ته دى.

سرچينې زياته کړې چې نوموړى به د خپل افغان سيال  صلاح الدین رباني په ګډون له ګڼ شمېر افغان مشرانو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې قريشي به ايران، چين او روسيې ته هم سفرونه وکړي او له دغو سفرونو يې موخه له ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان د اړيکو ښه کول دي.

قريشي په داسې حال کې کابل ته راغلى چې د افغان سولې په اړه هلې ځلې تندې شوې او امريکا هم له افغانستانه د خپل يو شمېر سرتېرو ايستلو اعلان کړى دى.

د يادونې ده، دا په تېرو لسو ورځو کې کابل ته د قريشي دويم سفر دى، نوموړى څو ورځې مخکې په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان درې اړخيزې غونډه کې د ګډون لپاره هم کابل ته راغلى و.

login or register a new account.