کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يوه رسمي سفر کابل ته را رسېدلى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قريشي د څلورو هېوادونو په سفر وتلى او لومړى سفر يې کابل ته دى.
سرچينې زياته کړې چې نوموړى به د خپل افغان سيال صلاح الدین رباني په ګډون له ګڼ شمېر افغان مشرانو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې قريشي به ايران، چين او روسيې ته هم سفرونه وکړي او له دغو سفرونو يې موخه له ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان د اړيکو ښه کول دي.
قريشي په داسې حال کې کابل ته راغلى چې د افغان سولې په اړه هلې ځلې تندې شوې او امريکا هم له افغانستانه د خپل يو شمېر سرتېرو ايستلو اعلان کړى دى.
د يادونې ده، دا په تېرو لسو ورځو کې کابل ته د قريشي دويم سفر دى، نوموړى څو ورځې مخکې په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان درې اړخيزې غونډه کې د ګډون لپاره هم کابل ته راغلى و.
login or register a new account.