ښرنه (پژواک، ٨ مرغومى ٩٧): ځايي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو يو ګډ ښوونځى سوځولى دى.
د نسوان زرابي منځني ښوونځي مدير شفيع الله د مرغومي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته ۳ بجې نا معلومو وسله والو دغه ښوونځی چې د نجونو او هلکانو ګډ و، په بشپړه توګه سوځولى.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د ښوونځي ودانۍ، المارۍ، کتابونه، قرانکريمونه، مېزونه څوکۍ او ټول اسناد په بشپړ ډول سوځېدلي.
سرچينه وايي، معلومه نه ده چې دغه ښوونځی به چا او ولې سوځولی وي.
د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد هم د ياد ښوونځي سوځېدل مني او وايي چې دغه ښوونځي ۹۰۰ زده کوونکي لرل چې ۴۰۰ يې نجونې وې.
د هغه په وينا، دغه منځني ښوونځي له نهم ټولګي سږ کال ۲۱ نجونې فارغې کړې.
د واجد په خبره، په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د ياد ښوونځي يوه څوکيدار پژواک ته وويل چې د شپې درې بجې ناڅاپه د ښوونځي په ودانۍ کې اور ولګېد.
هغه وايي چې دى هم له ډاره وتښتېد او وروسته يې ټول تعمير په بشپړ ډول سوځېدلى و.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
د يادونې ده، دا په پکتيکا کې لومړی ځل دی چې ښوونځی سوځول کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP